د افغانستان نوموتی لرغونپوه، د پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلنۍ په عمر ومړ.
یاد وزارت د نوموړي مړینه تائیدوي او وايي، باوري پر کورونا وبا اخته و.
بل پلو د افغانستان علومو اکاډمۍ د باوري مړینه نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده .
باوري په اطلاعات او کلتور وزارت کې له دندې سربیره د کابل پوهنتون کې استاد او د لرغونو سیمو په تړاو ځانګړې خپرونې چمتو کولې.
هغه د لرغون پيژندنې په تړاو ګڼ اثار هم لیکلي وو.
تر باوري شااوخوا درې ورځې وړاندې د کانکور ازموینو ته د چمتوالي نوموتی استاد نظر زلمي هم د کورونا وبا له امله ژوند له لاسه ورکړ.
دا په تېرو څو ورځو کې دویمه عملي سټه ده،چې د کورونا وبا له امله نړېږي.
د کورونا مرګونې وېروسي ناروغۍ تېرکال هم په افغانستان کې د یو شمېر فرهنګیانو ژوند واخېست.