په چین کې افغان سفیر احمد جاوید قایم ویلي، ډېری دغه توکي د بېړنیو چوپړتېاوو لپاره په کارېږي.
د هغه په خبره،په دغو وسایلو کې وینټلاتورونه، مانیټورونه، د زړه ماشینونه او نور توکي شامل دي.
دغه توکي پرون شپه د اریانا افغان هوايي شرکت له خوا د چین له شنجیا ښار څخه کابل ته را ولېږدول شول.
چین کې افغان سفیر ویلي، د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو لپاره یې هڅې پیل کړي او ښایي راتلونکو دوه اوونیو کې له چینه اکسیجن او د اکسیجن وسایل هم ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې چین له افغانستان سره شااوخوا ۷۰۰ زره دوزه د کورونا وبا ضد واکسینو مرسته وکړه.