سرچینه وايي، د افغان ځواکونو A29 الوتکې د زابل په شینکۍ ولسوالي کې د طالبانو یو لوی مرکز باندې بریدونه کړي، چې پر مهال یې د ابوبکر په نوم د یوه پاکستاني نظامي متخصص په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي، برید کې د طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي
شینکۍ د زابل ولایت هغه ولسوالي ده، چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو سقوط کړې وه.
طالبانو تر اوسه د دغه هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.