Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګه: سور صلیب دې د افغان سرتېرو جسدونو لېږد کې مرسته وکړي.

admin by admin
2021/06/10

ولسي جرګه له سور صلیب غوښتنه وکړه،چې په ولسوالیو کې د افغان سرتېرو پاتې جسدونو په لېږد او د اسیرانو په راخوشې کولو کې مرسته وکړي.

استازي وایي، د فاریاب په قیصار او دولت اباد ولسوالیو کې ۱۰۰ سرتیري وژل شوي او تر۸۰ ډېر نور له طالبانو سره اسیران دي.

د طالبانو د ادعاو له مخې د هېواد پر کچه ۱۹ ولسوالۍ سقوط شوي، چې استازي وایي، د هرې ولسوالۍ په سقوط کې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او اسیران شوي هم دي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي: « د داخلي امنیت او دفاعي کمېسیون ته لارښوونه کېږي، چې د افغان امنیتي ځواکونو جسدونه، چې د جګړې لومړۍ کرښه  او یا په ولسوالیو کې پاتې دي، د لېږد  موضوع  دې جدي وڅاري. د جسدونو لېږد له پاره ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په اړېکه کې شئ اوهر څوره ژر چې کېږي،جسدونه انتقال کړئ.»

 ولسي جرګې د تیرې دوشنبې ورځ د ترانسپورت وزیر استیضاح کړی و، چې ولې خپلې سرې ګمارنې کوي، فساد کوي او په اسلام کلا، فراه او کابل کې بار لارۍ وسوځېدې.

د چهارشنبه په ورځ یې د بې واکه کولو لپاره صندوقونه کېښودل، خو بریالي نه شول،چې بې واکه یې کړي، بلکې په خپل ځای پاتې شو.

استازو پر حکومت بیا نیوکې کولې،چې د سرپرستۍ لړۍ ته یې دوام ورکړی، چې  دا  د  اساسي قانون خلاف عمل دی او نوي نوماندان نه ورپېژني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist