د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ترهګرۍ او شخړو د حل په برخه کې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې کړي دي.
ځايي رسنیو خبر ورکړی، دغه خبرې پرون په پلازمېنه دوحه کې شوي، خو زیات جزئیات یې نه دي خپاره کړي.
د خلیلزاد او قحطاني له لیدلو وروسته القحطاني د طالبانو له پلاوي سره هم کتلي او د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله تویټر پاڼه لیکلي، پرون یې د مذاکراتي ټيم مشر عبد الحکیم حقاني او ور سره پلاوي د ستونزو په هواري کې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق قحطاني او مل پلاوي سره وکتل او ورسره یې په بین الافغاني مذاکراتو او افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي دوه ورځې وړاندې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره ناسته وکړه او د مذاکراتو د چټکتیا او اجنډا پر سر یې خبرې وکړې.
دا له تېر کوچني اختر راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ دویمه ناسته ده، چې ترسره شوه.