د سوېلي افریقا ځايي رسنۍ وايي، دا مېرمن ګوسیامه تامارا نومېږي،۳۷ کاله عمر لري او ماشومان یې په عملیات پیدا شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې، په ماشومانو کې ۷ نارینه او ۳ نجونې دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د ټولو ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
له دې وړاندې د ډېرو ماشومانو زېږون ریکارډ مالي هېواد کې د حلیمې سیسي په نوم یوې مېرمنې خپل کړی وه او ۹ ماشومانو یې زېږولي ول.