د فرانسې ولسمشرر ایمانوېل ماکرون د هېواد په سوېل ختیځ کې د یوه ښوونځي لیدو ته تللی و، چې دا پېښه وشوه.
د ولسمشر دفتر هغه ویدیو تائید کړه، چې په کې ښودل کیږي، یو کس مکرون په څپېړې وهي.
د ولسمشر ساتونکو له پېښې سملاسې وروسته ولسمشر له سیمې څخه ایستلی او د دغې پېښې په تور یې ۲ کسان نیولي دي.
د چارواکو په وینا، تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده مالومه.
ماکرون په دې اړه خپله څه نه دي ویلي، خو لومړي وزیر ژان کاستکس ویلي، په دې کار سره په دیموکراسۍ باندې برید شوی دی.
ژان ویلي، په دیموکراسۍ کې د نظر اختلاف، مناظره او د بل له نظر سره مخالفت ښودل کیږي، خو په خبره یې تاوتریخوالی، فزیکي او لفظي بریدونه په کې نه وي.