د غزني ولایت مقام د آب بند ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي او وایي، امنیتي ځواکونو یوازې له یوې پوستې تاکتیکي شاتګ کړی دی .
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وایي، پرون د آب بند ولسوالۍ سرفراز کلا سیمه کې تر ناوخته جګړې دوام درلود او امنیتي ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه له انتن پوستې تاکتیکي شاتګ کړی.
جمعه زاده د ولسوالۍ د سقوط ګنګوسې ردوي او وایي، یادو نښتو کې ۱۴ وسله وال او ۳ سرتېري وژل شوي، ۷ وسله وال او ۲ سرتېري ټپيان شوي دي.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې،چې د آب بند ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ اړوند د انتن پوستې په سقوط سره یې د سرفراز کلا په نوم سیمه له حکومتي ځواکونو نیولې ده.