د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینیت مک کینزی ویلي، چې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو بهیر یې کابو ۵۰ سلنه بشپړ کړی دی.
هغه ویلي، ((موږ له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو بهیر ۵ سلنه بشپړ کړی او له مهال وېش سره سم تر سپتمبر میاشتې پورې به په بشپړه توګه ووځو)).
نوموړي پر افغان حکومت او طالبانو هم غږ کړی، چې د سولې خبرې پیل او یوې هوکړې ته ورسېږي، تر څو د راتلونکي بد وضعیت څخه مخنیوی وشي.