د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د زده کړې خصوصي اودولتي مرکزونه، ښوونځي او پوهنتونونه د دوه نورو اوونیو لپاره تړل کېږي.
دغه وزارت، په نورو ځایونو کې پر تګ را تګ هم محدودیتونه ډېر کړي دي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا وېروس مخنیوي لپاره تحصیلي او تعلیمي مرکزونه وتړل، چې اوس دغه موده د دوه نورو اونیو لپاره هم وغځول شوه.
په تازه پرېکړه کې حمامونه، سوناګانې، د ودونو تالارونه او د نورو هغو ځایونه د تړل کېدو پرېکړه هم شوې، چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده.