د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وایي، وسله والو طالبانو نن سهار وختي د دولت آباد ولسوالۍ سقوط کړه.
هغه وایي، چې دغلته لسګونه سرتېري محاصره وو، چې ډېری یې ژوندي راوتلي او د یو شمېر نورو په اړه یې معلومات نشته.
د سرچینو په حواله د دولت آباد له سقوط کیدو سره هم مهاله یو شمېر کلابند سرتېري هم طالبانو نیولي دي.
له دې وړاندې تېره ورځ د فاریاب قیصار ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وه.
په ورته مهال شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، چې د دغې قول اردو قوماندان له لسګونو کمانډو ځواکونو سره یو ځای فاریاب ته رسېدلی دی.