د بریټانیا دفاع وزیر جېمز سټيفن ویلي، هېواد یې افغانستان کې په شل کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارده ډالر لګولي دي.
سټیفن ویلي، په پام کې لري چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.
نوموړي دغه راز ویلي، دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستانه ایستلي، خو ۷۵۰ نور پاتې دي، چې لا هم افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او ډېر ژر به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.
هغه زیاتوي، چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر پاتې شوي تجهیزات له منځه یوسي.