د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، سرحدي ځواکونو د عظیم اختر په نوم دغه پاکستانی وګړی، چې په اردو ژبه خبرې کوي د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ په مقبلو دره کې نیولی دی.
د مومند په وینا، نیول شوي کس په لومړنیو څرګندونو کې منلې، چې شپږ کاله یې د پاکستان په مانسهره ښار کې ترهګریزې زده کړې تر لاسه کړي او د بریدونو لپاره د ۱۶ کسیزې ډلې په ترکیب کې پکتیا ته را استول شوی دی.