ناپېژاندو وسله والو نن سهار د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د کورنیو چارو وزارت دوه منسوبین په ډزو ووژل.
د کابل پولیس وايي، ناڅرګندو وسله والو نن سهار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د سمیع الله او ذبیح الله په نومونو دوه تنه نظامي کارکوونکي وژلي دي.
د پولیسو په وینا، چې برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.
د سرچینو په وینا، په ورته وخت کې ناپېژاندو وسله والو د اتمې حوزې اړوند معیوبینو ښارګوټي کې یو کس ترور کړی دی، خو د دغه کس په تړاو مالومات نشته چې نظامي وو، که ملکي.