امنیتي سرچینې وايي، افغان ځواکونو د ملي پخلاینې عالي شورا د سلاکار نور احمد سکندري د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د کابل جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکي پر نور احمد سکندري تور پورې کوي، چې څو ورځې وړاندې یې یو ځوان د خلکو پر وړاندې په ډزو وژلی دی.
د یادې ولسوالۍ ګڼ شمېر خلکو د کابل-جبل السراج لویه لاره تړلې او له حکومته د نور احمد سکندري د نيول کېدو غوښتنه کوي.
خلکو وروسته له هغې پر لاریون لاس پورې کړ، چې د پروان ولایت سیمه ییزه اداره د خبرو له لارې د دغې ستونزې په حل کې پاتې راغله.
لاریون کوونکي وايي، تر هغو چې سکندري نیول شوی نه وي، د غه لاره به تړلې وساتي.
خو نور احمد سکندري بیا وايي، چې ځوان وروسته له هغه د ده د ساتونکو له لوري و ویشتل شو، چې پر نوموړي یې د برید هڅه کوله.