سرچینې وايي، د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ريزرف قطعې قومندان بيت الله بهايي په ګډون د پولیسو او ملي اردو لس سرتېري وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، د ملي اردو يوې پوستې اود پوليسو شپږو پوستو هم سقوط کړی دی.
سرچینه زیاتوي، که چورې ولسوالۍ ته مرسته ونه رسېږي، دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
په همدې حال کې د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د موټر بم برید خبرونه ردوي، خو زیاتوي چې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې تر ۱۱ پوري افغان ځواکونو او تر ۳۵ پوري وسله والو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.