اېن بي سي نیوز راپور ور کړی، چې د افغانستان حکومتي ځواکونه ښايي د امریکايي قراردادیانو له مرستې پرته د طالبانو پر وړاندې خپله مهمه ځانګړتیا، چې هوايي ځواک ده له لاسه ور کړي.
د افغانستان امنیتي ځواکونه اوسمهال د خپلو ځواکونو د الوتکو، ټانکونو او نورو وسایلو د ترمیم او ساتنې په برخه تر ډېره پر امریکايي قراردادیانو تکیه دي.
خو اوسمهال شاوخوا ۱۸ زره قراردادیان غواړي چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې په همغږې له افغانستانه ووځي.
د پوځي کار پوهانو او په وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت د پلټنې څانګې د راپور پر بنسټ، د امریکايي قراردادیانو له مرستې پرته به افغان ځواکونه خپلې جنګي جېټ الوتکې، کارګو الوتکې او د امریکا ساخت څرخۍ او بې پیلوټه الوتکې له څو میاشتو زیاتې و نه شي ساتلی.
دا په داسې حال کې ده چې د بایډن ادارې ژمنه کړې، چې له افغانستانه د پوځونو له ایستلو وروسته به هم د افغانستان له پوځ او پولیسو سره مرستې کوي او افغان چارواکو په وار وار ویلي چې ځواکونه یې د امریکایانو له مرستې پرته کولی شي پر طالبانو بریالي شي او له خپل هېواده ساتنه وکړي.