کمبودیا کې د ماګاوا په نوم هغه موږک، چې ځمکه کې د ځای پر ځای شویو ماینونو موندلو او په نښه کولو دنده یې ترسره کوله، له دندې تقاعد کېږي.
د پنځه کلنې کاري مودې په بهیر کې ماګاوا د بوی په وسیله کمبودیا کې ځای پر ځای شوي ۷۱ ماینونه او نور ناچاودي توکي موندلي دي.
مالین، چې دغه افریقایی موږک پالي وايي، عمر یې زیات شوی او دا غواړي، د درناوي په موخه یې له ډېر زیاره وژغوري.
دغه راز تېر کال ماګاوا ته د پي ډي ایس اې ادارې له لوري د ژوند ژغورنکي فعالیت ته ژمنتیا له امله د سرو زرو مډال ورکړل شو.
دا د یادې ادارې په ۷۷ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه موږک ته جایزه ورکوي.
ماګاوا د اپوپو په نوم د بلجیم هغې خیریه ټولنې روزلی وه، چې په تانزانیا کې ثبت شوې او له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د اتل موږکانو په نامه دغه ډول ژوي پالي او روزنه ورکوي.
دوی له یوه کال روزنې وروسته دې ژویو ته د روزنې رسمي سند ورکوي.
د اپوپو مسوولینو ویلي، یوه ډله نوي ځوان روزل شوي موږکان یې د کمبودیا ماین پاکۍ ادارې ته سپارلي دي.











