د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي، حکومت یې په افغانستان کې د ستراتیژیک ژوروالي د څو لسیزو تګلاره او په افغانستان کې د دوست حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.
کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د عمران خان له قوله ویلي، د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له خوا غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولائ شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي.
عمران خان اقرار کړی،چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو تګلاره دا وه، چې ویره یې درلوده، که په افغانستان کې د هندوستان نفوذ زیات شي، نو پاکستان به زیانمن شي او له همدې کبله یې په افغانستان کې د ستراتیژیک ژوروالي غوښتنه کوله.
خان ویلي، دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه او د ده حکومت احساس دا دی، چې دا زړه پالیسي ده او نوره نه چلېږي،چې دوی نور په افغانستان کې ستراتیژیک ژوروالي نه غواړي.
کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، سره له دې چې دوی له امریکا سره مرسته وکړه،چې طالبان وپرزوي او زمینه یې ورته برابره کړه،چې افغانستان ته راشي، خو په خبره یې بیا هم پر پاکستان تور دی،چې د طالبانو ملاتړ کوي.











