یوې باوري سرچېنې شمشاد ته وویل، د نورستان ولایت دو اب ولسوالي پرون شپه شااوخوا ۸ بجې طالبانو نېولې.
تر اوسه پورې د ولسوالۍ نیولو پرمهال افغان ځواکونو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
بل پلو د نورستان چارواکو په رسمي ډول د دغه ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.
ویل کېږي،له تېرو څو ورځو راهیسې په دغې ولسوالۍ کې جګړه روانه وه.
طالبانو هم د دو اب ولسوالۍ د سقوط په تړاو څه نه دي ویلي.











