احمد خان درانی ۱۷۴۷ کې د کندهار په شېر سرخ زیارت کې د یوې قومې جرګې په ترڅ کې د هېواد ټولواک مشر وټاکل شو او له هغې وروسته یې نوم پر احمد شاه بابا بدل شو.
د هرات والي زمان خان زوی وايي، احمد شاه بابا هغه وخت لا د خپلې ځوانۍ تر ټولو څپاند کلونه تېرول،چې د هېواد واګی ور وسپارل شو.
د صابر شاه په نوم یو ملنګ په یاده جرګه کې د احمد شاه بابا پر پګړۍ د غنمو وږې له ټومبلو وروسته دا کرښې ویلې وې.
صابر شاه:« دا ستا جوغه ده، او ته د دوران پاچا يې، د خدای د پاره دا جګړې نورې بس کړئ، جگړې مه کوئ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کار مه ورانوئ که نه نو د خدای تعالی قهر به درباندې نازل شي.»
د احمد شاه بابا ۲۴۹ تلین په مناسبت د چارو ادارې د پنجشنبې پر ورځ ویلي، د لوی احمد شاه بابا یاد تازه ساتلو په موخه به کندهار کې د هغه مقبره او احمد شاهي بازار رغوي او ترڅنګ یې ټاکل شوې، چې د احمد شاه بابا په اړه کابل کې یو نړیوال کنفرانس هم جوړ کړي.
دا هڅې په خپل ډول کې بې سارې دي او نیوکې دا دي، چې د احمد شاه بابا لپاره هغه هڅې نه دي شوي،چې د نورو هېوادونو بنسټ ایښودونکو لپاره کېږي.
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي: « د احمد شاه بابا د امپراطورۍ ساتلو لپاره نه یوازې دا چې هڅې نه دي شوي، بلکې د هغه درناوی هم هغه شان نه دی شوی، لکه د نورو هېوادونو بنسټ اېښودونکو چې شوی.»
احمد شاه بابا د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د میرویس نیکه هغې طرحې پر عملي کولو پیل وکړ،چې له مخې یې د هېواد پاشلي قومونه سره یو کېدل.
هغه په داسې مهال د دولت ملکي ادارو ترڅنګ د یو منظم پوځ هڅې پیل کړې،چې هېواد هغه مهال د فیوډالي او ملوک الطوایفي نظام په لمن کې پروت و او ټولو قومونه جلا مشران درلودل.
احمد شاه بابا له ۲۶ کاله واکمنۍ وروسته په سرطان ناروغۍ اخته شو او په ۱۷۷۳ زیږدیز کال کې وفات او کندهار کې د خرقې زیارت تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.











