د هند سمندري ځواکونه د پاکستان اوبو ته داخل شوي دي.
د پاکستان سمندري ځواک ادعا لري چې د هند د اوبو لاندې ځواکونه په غیر قانوني توګه د دوی اوبو ته ورغلي چې مخه یې نیول شوې ده.
دغه هندي سمندري ځواکونه وروسته له هغې پاکستان ته اوړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
اخوا پاکستان وايي په بالاکوټ سیمه کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې ۴۴ تنه وسله وال نیولي دي.
پاکستاني چارواکي وايي په نیول شویو کې د جیش المحمد ډلې د غړو ترڅنګ د یو شمیر نورو سخت دریځو ګروپونو غړي هم شامل دي.
پاکستان وروسته له هغې دا عملیات کوي چې د هند له لوري پرې فشارونه زیات شوي او له هغوی غواړي چې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.