منظور پښتین وايي، پاکستاني ریاست د لوڼي د وژلو قضیه نه ده څېړلې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په ټولنیزو رسنیو کې د ارمان لوڼي د کورنۍ لپاره یو ځل بیا د عدالت غوښتنې کمپاین پيل کړی دی.
دې کمپاین کې پر پاکستاني ریاست نیوکه شوې چې تر اوسه یې د ارمان د وژنې عریضه نه ده اخیستې چې په دې تړاو پلټنې پيل کړي او قاتل ونیسي.
پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی ارمان لوڼی یوه میاشت وړاندې کویټه کې د پاکستاني پولیسو له لوري تر وهلو وروسته سا ورکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ اوس له پاکستاني ریاست غواړي چې دا قضیه وڅېړي او قاتل په سزا ورسوي.