د روسېې د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تللی او هلته یې خپل سیال سره وکتل.
سرګي لاوروف خلیج هیوادونو ته د سفر په لومړي قدم کې دوحې ته رسیدلی او له خپل قطري سیال سره یې وکتل.
لاوروف او عبدالرحمن الثاني په یوه ګډه خبري ناسته کې د سوریې د روان کړکیچ په تړاو خبرې وکړې.
هغوی د لیبیا د ملي یو والي د حکومت په اړه هم ځینو کړکیچونو ته اشاره وکړه.
دواړه لوري داسې مهال د سوریې د روان کړکیچ په تړاو خبرې کوي چې هلته د سوریې په وروستۍ کرښه کې سخته جګړه روانه ده.
اخوا داعش هم د کرد ډيموکراټ ځواکونو پر وړاندې موټر بم برید کړی او د خپلو جنګیالیو شمیر یې هم زیات کړی دی.