پاکستان هغه هندي پیلوټ بیرته هند ته وسپاره چې د چهارشنبې د ورځې په بریدونو کې یې نیولی و.
ابي نندن ورتمان تېره شپه د یو شمیر ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په واګه سرحد کې هندي ځواکونو ته وسپارل شو.
هلته په هند کې د دغه هندي پیلوټ لپاره تود هرکلی وشو او لسګونه کسان یې ښه راغلاست ته ورغلي وو.
ویل کیږي چې پاکستان دغه پیلوټ د هندي حکومت د ډيرو غوښتنو وروسته خوشې کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه هندي پیلوټ ډیره ښه ساتنه یې کړې او ډیر په عزت یې ور سپارلی دی.
ابي نندن د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په امر خوشې شو.