هندي رسنیو خبرورکړی چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیرسیمه کې هندي پوځ د هوايي بریدونو په مهال له دوه سوو تر درې سوو جیش محمد وسله وال وژلي دي.
دغه هوايي بریدونه تیره شپه ناوخته د پاکستان تر ولکې لاندې درېیو سیمو کې شوي دي.
هندي رسنیو ویلي، بریدونو کې له دوولس جنګي جیټ الوتکو کار اخیستل شوي او یوویشت دقیقو لپاره د پاکستان حریم نیولی وو.
په دغو بریدونو کې له زرکیلوګرامه بمونو کار اخیستل شوی دی، د پاکستان پوځ بیا ویلي، دوی په وخت اقدام کړی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند لیکلي بریدونو کې چاته د سرزیان نه دی اوښتی.
اخوا د پاکستان پوځ له برید وروسته د بیړنۍ ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.