امریکايي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
امریکايي پانګوال افغانستان کې د نوري فایبر او کان کیندنې برخو کې پانګونه کوي.
دا خبرې کابل کې د افغان- امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولینو په واشنګټن کې د اپریل میاشتې نړیوال نندارتون لپاره د چمتووالي ناسته کې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې اجرایوي مشر وایي ، له امریکا سره ورځ تر بلې سوداګري د پراختیا په حال کې ده.
د افغانستان او امریکا د ګډي سوداګرۍ خونې مشر وایي امریکايي پانګوال لیواله دي چې افغانستان کې د کانونو، نوري فایبر او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د افغان- امریکایي سوداګرۍ خونې عامل مشر جیفري ګریکو داسې وویل (( امریکايي پانګوال به تر راتلونکو دولسو میاشتو کې د نوري فایبر د پراختیا په برخه کې په ځانګړي ډول هغه ولایتونو کې سل میلیونه ډالر پانګونه وکړي، چې خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی نلري.امریکا يي پانګوال لیواله دي چې افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.))
د ګډې خونې مسوولین وايي هڅه کوي،چې د دواړه هیوادونو ترمنځ د شته فرصتونو لمخې د سوداګرۍ پراختیا کار موندنې لپاره کار وکړي.
کلپ،،، د افغان ـ امریکایي سوداګرۍ خونې مشر : سلیمان لطفي
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د افغانستان او امریکا هیوادونو ترمنځ سوداګري د پراختیا لپا ره هڅې چټکې شوي او د هوایي کارګو فعالیدو سره به د هیواد محصولات تر امریکا هم ورسیږي.
باور دادی چې له کارګو، چابهاراو لاجوردو لارو پرانستې سره نړیوال افغانستان کې پانګونې ته لیواله شوي.
د سوداګرۍ خوني مسولین وایي، افغانستان کې د کانونو، انرژۍ د تولید او د کرنې برخو کې د پانګونې لپآره ښه فرصتونه شته چې پانګونه پرې وشي.
دا ناسته کې واشنګټن کې د اپریل میاشت نړیوال څوارلسم نندارتون جوړیدو د چمتووالي او مالوماتو شریکولو په موخه جوړه شوې وه.