په پام کې ده چې نن یکشنبه د وریښمو پل له لارې دافغانستان لومړی صادراتي جوپه د چابهاربندرپر لوري وخوځیږي.
د نیمروز والی سیدولی سلطان شمشاد ته وویل دغه لار نن د ولسمشر له لوري پرانستل کیږي. هغه وویل لومړی جوپه کې ٢٣ لارۍ صادراتي توکې دي چې ټول ٧٠٥ ټونه کیږي.
هغه وویل یادو توکوکې قیمتي ډبرې او نور صادراتي توکې شامل دي. د نیمروز والی وایې دغه لارۍ د وریښموپل څخه تر چابهاره بندره ٨٠٠کیلومتره فاصله طی کړي او وروسته د کښتیو له لارې هند او نورو بهرنیو هیوادوته صادرشي.