افغان وسله وال پوځ پر وسله والو ډلو ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي .
د پوځ جنرالان وايي، د ټول هیواد په کچه عملیات روان دي چې مخالیفینو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې او له دغو عملیاتو یې موخه د هغو سیمو تصفیه ده چې د مخالفینو په لاس کې ده .
د عملیاتو یوه موخه د سولې خبرو لپاره پر طالبانو د پوځي فشار زیاتوالی په ګوته شوی خو پوځي څیړونکي بیا د جګړې شدت د سولې په زیان یادوي.
افغان وسله وال پوځ د غزني ، هملند ، کندز ، بغلان او کنړ ولایتونو سربیره په یو شمیر نورو هغو ولایتونو کې هم عملیات پیل کړي چې د طالبانو فعالیتونه پکې زیات دي .
افغان نظامیان د دغو عملیاتو پرمهال طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.
په هلمند ، کنړ او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو مشران وايي د عملیاتو موخه یې له طالبانو د سیمو تصفیه او د خلکو د امنیت خوندیتوب دی .
خو پخواني نظامیان بیا وايي د افغان ځواکونو تازه پیل شویو عملیاتو کې وخت ناوخت زیان ملکي وګړو ته اوړي او باید د دغه ډول عملیاتو مخنیوی وشي .
باور دا دی چې د افغان ځواکونو د تازه پیل شویو عملیاتو یوه موخه پر طالبانو د پوځي فشار زیاتوالی دی چې له دغې لارې طالبان افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته اړباسي .
خلک بیا وايي هغه سیمې چې افغان ځواکونه یې له مخالیفینو ونیسي له عملیاتو وروسته یې بیرته پریږدي چې زیان یې ولس ته رسیږي .
دوی وايي هغه سیمې چې افغان ځواکونه له مخالیفینو نیسي باید د ساتلو لپاره یې د اوږد مهال لپاره پکې پوستې جوړې کړي .
له هغې وروسته چې د ملي دفاع وزارت په مشرتابه کې بدلون راغلی او اسدالله خالد ددغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو د افغان پوځ په جګړه ییز ستراتیژۍ کې هم بدل راغلی چې د دفاعي حالت پر ځای یې تعرضي حالت غوره کړی دی.