ولسمشر محمد اشرف غني نن هرات کې دلاجوردو لار د پرانیستو مراسمو کې وویل، د نړۍ او افغانستان د وصل ترمنځ شته خنډونه د لاجوردو لارې په پرانیستو له منځه لاړل.
ولسمشر د افغانستان شمالي ګاونډیانو ته په اشارې وویل، هغوی د افغانستان په راتلونکې باور لري، غني یو ځل بیا وویل، موږ د نښلولو خلک یو نه د ویش.
ولسمشر وویل، د افغانستان تولیدات به اروپا او د نړۍ نورو برخو ته د لاجوردو له لارې په کم وخت کې ورسیږي.
غني زیاته کړه دغې لارې په پرانیستو افغانستان د ترانزيټي انزوا څخه ووت او سل لارې نورې هم شته چې افغانستان پرې سوداګري وکړي.