د بریټانیا او اروپايي ټولنې د جلا کیدو ورځې را لنډې شوې دي.
د بریټانیا لومړۍ وزیره وايي، راتلونکې اوه ورځې د اروپا او بریټانیا د تاریخ تر ټولو سختې ورځې دي.
په ورته وخت کې د بریټانیا اپوزیسیون اوس هم ټینګار کوي چې باید دویمه ټولپوښتنه وشي چې د بریټانیا د راتلونکې په ګټه وي.
بریټانیا د خپل مهال ویش مطابق له اروپايي ټولنې د وتلو په هڅه کې ده.
د بریټانیا لومړۍ وزیره ټریزا می وايي راتلونکې اوه ورځې یې د تاریخ تر ټولو له کړکیچ او بحران ډکې ورځې دي. ټریزا می غواړي ددې بیلتون ټول رسمي کارونه پر ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.
د بریټانیا لومړۍ وزیرې ټریزا می داسې ویلي (( زه فکر کوم چې دا د هیواد په کچه تر ټولو مهم کار دی. راتلونکې ۷ ورځې زموږ لپاره ډیرې مهمې او له بحران ډکې دي. دا ددې هیواد د راتلونکې په اړه دي. له دې سره د خلکو دندې او ژوند تړلی دی. دا زموږ د ماشومانو او لمسیو د راتلونکي موضوع ده.))
بل لور ته د بریکسېټ د بهیر پخوانی وزیر وايي د لومړۍ وزیرې د دریځ ملاتړ کوي خو باید یو لړ بدلونونه رامنځ ته شي.
د بریکسېټ د بهیر پخواني وزیر ډومېنېک راب داسې ویلي (( ما ته تر ټولو لومړی ویل شوي وو چې له اروپايي ټولنې او مایکل برنییر سره خالي پاڼې لاسلیک کړم خو اوس ددې لومړۍ وزیرې ملاتړ کوم، هغې ته بریا غواړم، خو زه فکر کوم چې په دې بهیر کې لږ بدلونونه راشي، که نه موږ به په راتلونکي کې ډیر پښیمانه یو.))
ډومینیک راب په بشپړه توګه له بریکسېټ سره مخالفت نه کوي خو یو لړ ملاحظات لري. ټریزا می د هغه په ځواب کې وايي؛ د هیواد حالات له کړکیچ سره مخ دي او داسې وخت کې ستر بدلونونه د هغوی په ګټه نه دي. اخوا اپوزیسیون مشران اوس هم ټينګار کوي چې بریټانیا دې پدې پریکړه کې بیړه نه کوي او دویم ځل دې ټولپوښتنه وشي.
د بریټانیا د اپوزیسیون ډلې مشر جرمي کوربیین داسې ویلي (( موږ به و وايو چې موږ ددې تړون خلاف رای ورکوو، ځکه دا تړون زموږ له ګټو سره برابر نه دی. موږ فکر کوو چې په دې کې د هیواد ګټې هم خوندي نه دي. نو حکومت باید بیرته یو بحث ته ستون شي او په دې تړاو بیا خبرې وشي.))
له اروپايي ټولنې د بریټانیا د جلا کیدو د موضوع له پیل راهېسې دوه کلونه پوره کیږي خو تر اوسه دا قضیه ګونګه ده او پلان دا دی چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پای بریټانیا په بشپړه توګه له اروپايي ټولنې و وځي.