ازبکستان: غواړو تر تورخمه د اورګاډي پټلۍ جوړه کړو
ازبکستان غواړي له مزار شریف څخه د رېل ګاډي پټلۍ تورخم ته وغځوي.
د رسنیو راپور له مخې په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت سدېکوف ویلي چې هېواد یې له افغانستان او پاکستان سره د ګډې سوداګریز ناستې غوښتنه لري او غواړي چې تر تورخم پورې د رېل ګاډي پټلۍ وغځوي.
هغه تمه ښودلې چې دغه ناسته به د درېیو واړو هېوادونو په سوداګریز، لوجستیک او پانګونې برخه کې مثبت رول ولوبوي.