پاکستان: اسیه بي بي بهر ته نه ده تللې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسیه بي بي په تړاو نوي راپورونه رد کړل.
له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې آوازې خپرې شوې دي چې اسلام ته په سپکاوۍ تورونه اسیه بي بي ایټالیا ته رسیدلې ده.
تازه پاکستاني چارواکو رد کړې چې اسیه بي بي له هیواده بهر تللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسیه بي بي په پاکستان کې ده خو له زندان څخه د خوشې کیدو په تړاو یې تر اوسه چا څه نه دي ویلي.
اخوا بریټانیا له دې ویرې اسیه بي بي ته د پناه غوښتنې د اسنادو له ورکولو ډډه وکړه چې په دغه هیواد کې به بریدونه وشي.
آسیه بي بي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی و چې محکمې پرې د مرګ حکم کړی او اوس اوازې دي چې خوشې شوې ده.