د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران بندیزونو کې د چابهار بندر له بندیزونو استثنا کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دغه پریکړه یې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او د دغه هیواد د صادراتو لپاره یو بشر دوستانه اقدام دی.
د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي د چابهار بندر استثنا کول د افغانستان په اقتصاد مثبته اغیزه لري.
د امریکا متحده ایالاتو پر ایران د خپلو بندیزونو په لړ کې د چابهار بندر او له ایران څخه د افغانستان د اړتیا وړ توکی له بندیزو استثنا کړی دی.
د اقتصاد وزارت د امریکا دا اقدام د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره مهم ګڼي.
کابل کې د امریکا سفیر هم د رسنیو د استازو سره د چابهار په تړاو خبرې کړي.
کابل کې د امریکا سفارت داسې ویلي (( د چابهار بندر اسنثنا کولو موخه د دغه بندر له لارې د افغانستان د صاداراتو او وارداتو او د غیر تحریم توکو سوداګري بلل شوې. په دغو توکو کې له ایران څخه افغانستان ته خوراکي توکي، نفتي مواد او درمل شامل دي. د چابهار د خلاصون امتیاز کې افغان سوداګر او پانګوال مکلف دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کړنلارې پر بنسټ خپلې چارې همغږي کړي. د افغان د پانګوالو لخوا کوچنۍ تیروتنه افغانستان ته ورکړل شوی امتیاز هم پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزو کې شامل کړي.))
خصوصي سکتور د چابهار بندر د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي پراخیتا لپاره مهم بولي چې کولی شي افغانستان له یوه هیواد له اتکا څخه وژغوري.
د افغانستان تر څنګ هندوستان هم دا هیله درلوده چې په توګه پاتې شي او له دې بندر څخه په استفادې به د افغانستان تر څنګ منځنۍ اسیا ته هم خپله سوداګري پراخه کړي.