په لومړي ځل د افغانستان او چین ترمنځ د جلغوزیو هوايي دهلیز پرانیستل شو.
ولسمشر غني د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلیز د پرانیستو مراسمو کې وویل، د افغانستان له پامه غورځیدلې شتمني لکه جلغوزي، پستې او ځیرې ته به جدي پاملرنه کېږي.
ولسمشر وویل، هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د جلغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي او له دې وروسته به نړېوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي.
کابل کې د چین مرستیال سفیر بیا ویلي، چینايي مصرفوونکي له افغاني توکو خوند اخلي او تمه لري چې چین ته د افغانستان صادرات زیات شي.