افغان محصولات به د چین نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، نندارتون د نومبر پر پنځمه جوړیږي چې د نړۍ ګڼ هیوادونه به پکې صنعتي او زراعتي محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.
تمه ده چې د چین نړیوال ننداتون کې د افغانستان د تولیداتو د پېر هوکړې وشي.
سوداګرۍ او صنایعو خونه دا نندارتون نړیوالو ته د افغانستان د تولیداتو او حاصلاتو د پیژندنې لپاره ګټور ګڼي.
مسوولین تېر نندارتونو ته په کتو هیله مند دي چې راتلونکي نندارتون کې به بهرني هیوادونه له افغان صنعتکارانو سره د توکو د پېر تړونونه لاسلیک کړي.
چین صادراتي هیواد دی خو ولسمشر یې دغه هیواد د اړتیا وړ وارداتي توکو دنړیوال نندارتون جوړیدو پریکړه کړیده.