Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګډ امنیتي تړون سازمان وايي د افغانستان وضعیت څارنې ته ادامه ورکوي

ګډ امنیتي تړون سازمان وايي د افغانستان وضعیت څارنې ته ادامه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

د افغانستان اسلامي امارت له بیا بیا ډاډ ورکولو سربېره، لاهم د افغانستان وضعیت د سیمې او په ځانګړي ډول د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره مهم بلل کېږي.

تازه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان(سي.اېس.ټي.او) تېره ورځ د اتریش په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان (او.اېس.سي.ايي) له مشر فریدون سنیرلي اوغلو سره د سیمې د تلپاتې امنیت او سولې لپاره د افغانستان پر وضعیت څار مهم بللی.

په دې اړه راپورونو کې راغلي چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د افغانستان په اړه د کاري ډلې پر وړتیاوو هم خبرې شوې.

د ګډ امنیتي تړون سازمان ویلي: « سیمه کې د تلپاتې امنیت او سولې د ټینګښت په موخه په دوامداره توګه د افغانستان د څارنې پر اهمیت او اغېزو ټینګار وشو.»

اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم، سیمې او نړۍ ته د هېڅ هېواد پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدنې ډاډ ورکړی، خو له دې سربېره د ګډ امنیتي تړون سازمان چې ډېری غړي یې د مرکزي اسیا هېوادونه دي، له دې درکه وخت نا وخت اندېښنه ښيي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او هرڅوک ازادانه کاروبار کولی شي. تر اوسه هېڅ بهرنی افغانستان کې نه دی وژل شوی او نه هم کوم هېواد ته خطر پېښ شوی.»

د چارو شنونکي وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه د هغو ادعاوو له کبله په اندېښنه کې دي چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه یې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د امنیت په اړه وړاندې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: «  زموږ ګاونډیو هېوادونو تل دا دوه مخې لوبه په نړیواله کچه مخ ته وړې، هم یې نړۍ او هم یې د سیمې هېوادونه په تشویش کړي دي.» 

دا داسې مهال ده چې تېره ورځ د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې ویلي وو چې د امنیت شورا د لنډمهال غړیتوب څوکۍ ترلاسه کولو په صورت کې به افغانستان ته ځانګړی پام ور واړوي.

هغه د مرکزي اسیا امنیت په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات سره تړلی و او ویلي دي چې دوی په تدریجي ډول په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist