Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

ننګرهار کې د یو ه ښوونیز بنسټ په نوښت او د دې ولایت بدني روزنې ریاست په هڅو، د دودیزو لوبو ژوندي ساتلو په موخه د سپورټ او ورزش ځانګړې اوونۍ پیل شوه.

د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولین وايي، د دې ځانګړې اوونۍ د پیل پرمهال به بېلابېلې دودیزې لوبې نندارې ته وړاندې شي او ګټونکو لوبډلو ته به انعامونه هم ورکړل شي، ترڅو د دې لوبو ترسره کولو ته وهڅېږي.

د ننګرهار بدني روزنې رییس عبد السلام وزیر وال وايي: « موږ کوشش کوو  چې زموږ دودیزې لوبې له دغو ساحو څخه را ژوندۍ شي. تاسو ګورۍ چې رسۍ کشي، غورسی او نورې دودیزې لوبې شته دي. هدف دا دی چې زموږ دودیزې لوبې بېرته رواج او ژوندۍ شي.»

د سپورټ په دې ځانګړې اوونۍ کې د یو شمیر لوبو ګډونوال لوبغاړي وايي، د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د دودیزو لوبو په ژوندي ساتلو کې مهم رول لري او ټینګار کوي چې داسې پروګرامونه دې دوامداره وي او باید ملاتړ یې وشي.

یوتن لوبغاړی وايي: « له حاکم نظام څخه مو غوښتنه دا ده چې د پخوانیو دودیزو لوبو په بېرته را ژوندي کولو کې همکاري وکړي، ترڅو لوبغاړي په ډاډه زړه دا لوبې ترسره کړي.»

یو بل لوبغاړی وايي: « دا ډول پروګرامونه باید لا ډېر شي، ترڅو د دودیزو لوبو پټ استعدادونه را څرګند شي، د خپل ولایت او هېواد استازیتوب وکړي.»

محلي مسوولی بیا وايي، په دې بریالي شوي چې د غرختنې او غورسي لوبې په شمول د یو شمېر لوبو ځانګړي فډراسیونونه رامنځته کړي او هڅه یې داده چې ټولې هغه لوبې بېرته راژوندۍ کړي چې پخوا په کلیوالي سیمو کې ترسره کیدې او اوس د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

د ننګرهار بدني روزنې رییس عبد السلام وزیر وال په دې اړه وايي: « زموږ په کلیوالي سیمو کې غرختل، غورسی، توپ ډنډه، رسۍ کشول او نورې لوبې شته چې د ځینو لپاره یې فډراسیونونه جوړ شوي او د نورو لپاره کمیسیون ټاکل شوی، ترڅو دا لوبې را ژوندۍ کړي.»

دودیزې لوبې د ځوانانو په سالمه بوختیا، ټولنیز یووالي او فزیکي پیاوړتیا کې مهم رول لري او نه یوازې د ورزش د ودې لامل ګرځي بلکې د سیمو ترمنځ د همغږۍ، تجربو شریکولو او دغه راز په دې برخه کې د نویو استعدادونو پېژندنې زمینه برابروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist