Skip to content
کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د علماوو ناسته د درې ورځو لپاره جوړه شوې وه او د یوه پریکړه لیک په لوستلو پایته ورسیده، په اړه یې نظرونه ویشلي دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، له دغې ناستې افغانانو او نړیوالو زیاتې تمې درلودې،خو ناسته له نظامه پر ملاتړ او د بیعت په تجدید متمرکزه وه او هغه مسایل چې په اوسنیو شرایطو کې د نظام سیاسي تقویت او نړیوالو اړیکو د ټینګښت لپاره مهم وو، بابیزه ګڼل شوي دي.
دوی وايي، د نجونو زده کړې،هغه مهمه مسله وه،چې نړۍ او افغانان دواړه په دې تمه وو، چې د علماوو ناسته کې به یې د اجازې پریکړه راووځي.
د دوی اوس غوښتنه داده،چې د داخلي مشروعیت او د لویو اختلافي مسایلو د حل لپاره دې یوه ملي ناسته جوړه شي،چې پرمټ يې نړیوال مشروعیت ته لاره پرانېستل شي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« موږ دغه غونډه له نظام د ملاتړ او بیعت په اړه باندې مثبته ارزو،نور دا غونډه د انتظار خلاف په داسې شکل باندې ختمه شوه،چې نه یې نظام ته ګټه راوړه،نه یې د مشروعیت لپاره مثبت کار وکړ،نه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره یېڅه وکړل؟نه د ملي یووالي او د نظام پر وړاندې د بغاوت پر وړاندې د یو سم فرمول د رامنځ ته کولو لپاره څه وکول،هیله ده چې یو بله ملي اجماع رامنځ ته شي،چې نظام ته داخلي مشروعیت او نړیوال مشروعیت ته لار خلاصه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي:« هغه څه چې زموږ د ټولنې اساسي برخه جوړوي، هغه دا چې د میرمنو حقونو او نجونو حقوق هغه هم د تعلیم برخه کې،که چیرې دې ته هم توجه شوې وای، دا به غوره وه،خو په ټوله کې یې پریکړه لیک یو مثبت ګام دی،چې دعلماوو غونډې اخیستی .»
ځینې بیا وايي،دا په ټوله کې داسې ناسته وه،چې وشي کولای افغانستان له اقتصادي او نړیوالې سیاسي انزوا وباسي، دا یوازې د اسلامي امارت د داخلي مشروعیت لپاره د علماوو ناسته وه،چې ترسره شوه .
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د علماوو ستره شورا د اسلامي امارت له ادرسه ښه اقدام وو،خو په ټوله کې دا یوه لویه ملي جرګه نه وه،چې وشي کولای افغانستان هم له سیاسي اقتصادي او نړیوالې انزوا نه وباسي. غوره داوه،چې اسلامي امارت مخکې له دې چې شورا ایجاد کړي،د شورا میکانیزم او اجنډا یې د افغانستان ولس سره شریکه کړې وای.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا وايي، اسلامي امارت د علماوو داسې ناستې ته ضرورت درلود،خو په ټوله کې نظام د تصمیم یوې مقتدرې مرجع ته اړتیا لري،چې د ولس د ارادې ممثله وي او پریکړې یې په ملي مسایلو کې وروستۍ وي .
هغه زیاته کړه:« دا دعلماوو ناسته وه،علماء ورته راغوښتل شوي ول،چې د علماوو نظرمالوم کړي،دا یو ښه انکشاف و، دې ته ضرورت و،خو له دې ښه کیدای شوه. زما تشخص دادی،چې دا نظام یوې مقتدرې شورا ته،چې د ټول ملت استازيتوب وکولای شي او تصمیم وروستي او پیاوړې مرجع وي او په ټولو ملي مسایلو کې وروستی تصمیم ونیولای شي دغسې یوه شورا باید جوړه شوې وای.»
تمې دا وې،چې دعلماوو په دغه ناسته کې د اسلامي نظام اساسي قانون پر جوړښت باید خبرې شوې وای،چې د نظام څرنګوالی یې په ډاګه کړی وای او همداراز د افغانستان د بهرني سیاست خطوط یې هم په ډاګه کړي وای،دا هغه مسایل دي،چې دعلماوو په درې ورځینۍ ناسته کې یې یادونه هم نه ده شوې.