Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار: بشري مرستو کې د اسلامي امارت لاسوهنو نږدې ۵۰۰ قضیې ثبت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/25

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) له افغانستان سره د بشري مرستو د ویش پر وضعیت تازه راپور خپور کړی دی.

په راپور کې سیګار ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو په اډانه کې له افغانستان سره تر سره شوې مرستې لاهم خوندي نه دي او اسلامي امارت له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې پوره لاسوهنه کوي چې تر دې دمه له دوی سره د دې لاسوهنو نږدې ۵۰۰ قضیې ثبت شوي دي.

د راپور یوه برخه:« له کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، د امریکا د حکومت پالیسي دا وه چې له طالبانو پرته له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. طالبان لا تراوسه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي مرستندویه ادارو په کارونو کې لاسوهنه کوي او د مرستې رسولو بهیر محدودوي. د ملګرو ملتونو ادارو د تېر زېږدیز کال د نومبر له ۱۶مې د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۵ مې د دې ادارو په چارو کې د لاسوهنو د ۴۹۴ قضیو راپور ورکړی چې دا شمېر په تېر کال کې ۱۵۳ موارده وه.»

په راپور کې امریکا لا هم له افغانستان سره د بشري مرستو رسولو برخې په لومړي ځای کې ده چې د لوږې د راکابو کولو او د صحي نظام تر بشپړ احتمالي پرځېدو څخه د مخنیوي په برخه کې تر دې دمه څه باندې دوه میلیارده ډالره یې مرسته کړې.

دغه راز په راپور کې ویل شوي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته امریکا غواړي لاهم له افغانستان سره د رغنیزو پروژو په برخه کې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي؛ خو په دې مرستو کې د سرپرست حکومت د پراخو لاسوهنو له کبله نه دي ترسره شوي.

د راپور یوه برخه:« د تېر نظام له پرځېدو وروسته او د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته رسېدو وروسته پېښو په افغانستان کې د امریکا ټولو رغنیزو چارو ته د پای ټکی کېښود چې هغه مرستې له سقوط مخکې د امنیت په ښه کېدا، ښې حکومتولۍ او د قانون د ښه پلې کېدو په برخو کې له پخواني حکومت سره کېدې چې د اسلامي امارت له راتګ سره بندې شوې. امریکا غواړي چې د صحت، زده کړو، اقتصادي پیاوړتیا او د بشر حقونو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ خو په یادو برخو کې د مرستو رسولو لړۍ د طالبانو د لاسوهنو له ګواښ سره مخ ده.»

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو غیر دولتي انجوګانو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخجنو کړنو راپور هم ورکړی دی.

د راپور یوه برخه:«  ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرسته رسوونکو پر وړاندې د۳۰ بریدونو او د ۳۶۲ تاوتریخوالي پېښو او ګواښوونکو قضیو د ثبت راپور ورکړی. ۳۹ هغه یې د ګواښ او ۵۷ د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د بندیزونو د وضع کولو قضیې دي.»

وموغوښتل د سیګار د راپور په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو خو هڅو سره سره بریالي نه شو،  خو تر دې وړاندې اسلامي د افغانستان په تړاو د یادې ادارې ورته راپورونه رد کړي او له حقیقته یې لري بللي دي.  

سیګار د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره چې په تېر حکومت کې یې دنده د امریکا د مرستو او د ترسره شویو رغنیزو چارو بشپړ څارل ول، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې په عملي ډول خپل  فعالیت درولی چې شااوخوا دغه دوه کلنه موده کې له افغانستانه بهر د هېواد په بېلابېلو برخو کې راپورونه خپروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist