Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ايران نفتو صادروونکو ټولنې افغانستان کې د نفتي توکو ارزونې لپاره د معيارونو نشتوالي ادعا کړې

د ايران نفتو صادروونکو ټولنې افغانستان کې د نفتي توکو ارزونې لپاره د معيارونو نشتوالي ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/12

ایران په داسې حال کې چې د سټندرډ ملي ادارې ۱۰ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایرن ته مسترد کړې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نفتی توکو د ارزولو لپاره معيار نشته.

د یاد هېواد نفتي توکو صادروونکو ټولنې مشر احمد معروف خانی وايي، افغانستان د نفتي توکو د کيفيت ارزولو په موخه معیارونه نه شي ټاکلی او له همدې امله دامهال ياده ارزونه په دې هېواد کې د خپلسرې تعريف شویو معيارونو پراساس کېږي.

هغه زیاتوي:« په هېڅ صورت افغانستان نه شي کولی، چې د نفتي توکو د کیفیت مناسب معیار مشخص کړي؛ ځکه دوی د ځان لپاره معیارونه ټاکلي، چې په مسلکي لحاظ د باور وړنه دي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، حکومت باید هڅه وکړي چې د نفتي توکو د ارزونې په موخه پرمختللي وسايل د نورم او سټنډرډ ملي ادارې په اختيار کې ورکړي.

 د  اقتصادي چارو کارپوه محمد نبي افغان وايي: « ښه خبره دا ده چې د دغو وسایلو او وسایطو د معیاري  کېدو لپاره حکومت باید په دې کې بدلون راوړي، له اوسني عصر سره سم وسایل باید پيدا کړي. بله دا چې موږ له سوداګرو سره د لوړو بیو په اړه کومه غونډه درلوده، د دوی په وینا چې دلته تقاضا زیاته او تېل کم دي، د سټنډرډ ادارې په سرحدونو کې ستونزې جوړې کړي او موږ نه شو کولی بازار ته د تېلو بشپړه رسېدنه وکړو؛ نو له همدې امله بیې هم لوړې دي.»

خو ځينې نور بيا د ايران ادعا په ردولو سره وايي، د نورم او سټنډر ملي اداره د نفتو او نورو واردېدونکو توکو د ارزونې کافي ظرفيت لري او په خبره يې د ايران ځينو توکو د بې کيفيت ثابتېدو سره وخت ناوخت ايراني چارواکي بې اساسه ادعاوې کوي.

 د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رېښتیا وايي: « مخکې افغانستان د بهرنیو هېوادونو د بې کېفیته محصولاتو په کثافت دانۍ بدل شوی و او ګاونډيو هېوادونو خپل بې کېفیته توکي افغانستان ته صادرول، چې له بده مرغه اقتصادي او روغتیايي ستونزې یې رامنځته کړې وې. همداشان د ساختماني، نفتي او خوړنیزو توکو په برخه کې دا ستونزې موجودې وې. اوس د افغانستان د سټنډر ملي اداره په مجهزو لابراتوارنو سره خپل فعالیتونه پرمخ وړي او له مخې یې د بې کېفته تېلو او غیر معیاري نفتي توکو د وارداتو مخه نېسي او لسګونه زره ټنه ساختماني، نفتي او خوراکي توکي یې مسترد کړي دي.»

د ايراني نفتي توکو د صادروونکو ټولنې د مالوماتو له مخې، د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې په تیره یوه میاشت کې د فراه ۷۸ میل بندر له لارې ۱۶۰ ټانکره بې کیفیته نفتي مواد ایران ته بېرته مسترد کړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د نورم او سټنډرډ ملي ادارې نظر واخلو، خو مسوولینو يې نظر شريک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist