د روان ۲۰۲۶زېږدیز کال د اګست ۱۵مه، پر افغانستان د اسلامي امارت بیاځل واکمنېدو له پنځم کال سره برابره ده.
تېر یو کال کې هېواد د نورو ګڼو برخو په څېر په امنیتي برخه کې هم د یو شمېر لاسته راوړنو او ننګونو کوربه و.
نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو په عمومي او د امنیت شورا په ناستو کې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې له حضور او فعالیت او دغه راز یې له پولو پورې غاړه په سیمهییزه او نړیواله کچه د دې ډلې د ګواښونو پراخېدو په تړاو اندېښنې درلودې.
هېوادونو د دې سازمان او په سیمهییزو ناستو کې له اوسني حکومت څخه د دې پدیدې خلاف د کړو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار درلود.
د ملګرو ملتونو ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر مرستیاله اولګا یرین نیاسبې ډیوا وايي: « داعش ډله لا هم دا نیت او وړتیا لري چې له افغانستان څخه بهر بریدونه تنظیم کړي، ورته ملاتړ برابر کړي او له سیمهییزې بې ثباتۍ څخه په ګټنې، جنګیالي وګماري، عملیات پلان کړي او خپلو کړنو ته دوام ورکړي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناستو کې د روسیې، چین او ایران په شمول د مرکزي اسیا ګڼو هېوادونو هم چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري، له دې درکه اندېښنې وښودې او ورسره د مبارزې لپاره یې د کوټلو ګامونه پر پورته کولو ټنیګار درولود.
هاخوا اسلامي امارت په دې موده کې ټولې څرګندې شوې اندېښنې بېځایه بللې او ویلي یې دي چې د داعش خراسان پر وړاندې د جدي مبارزې په ترڅ کې د دې ډلې ریښې وچې شوې او سرپورته کولو ته نه پرېښودل کېږي.
حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ داسې بهرنۍ وسله واله ډله نه شته چې د نورو امنیت ته سرخوږۍ جوړ کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « ټول لیدلی شو چې داعش نور په افغانستان کې ختم شوی، دلته هېڅ ډول پناه ځای نه لري او نه هم چاته ګواښ پېښولی شي.»
بل پلو، په دې کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو تر ټولو ترینګلی او ټیټ حالت تجربه کړ.
د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وسله والو د حضور او نښه کولو د ادعاوو پر بنسټ، پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون فرضي کرښې ته څېرمه پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او ننګرهار کې ملکي سیمې، کورونه او عامه تاسیسات په نښه کړل چې د پراخې مرګ ژوبلې ترڅنګ یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ یې هم بېځایه کړې.
د تېرې مارچ په ۲۶مه، په کابل کې د امېد په نوم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون برید کې شاوخوا څلور سوه تر درملنې لاندې کسان ووژل او ۲۵۰ نور ټپیان شول.
د اسلامي امارت ځواکونو په غبرګون کې له پاکستاني پوځیانو سره پر فرضي کرښه نښتو واوښتل، پورې غاړې ته پرتې پاکستاني پوستې یې په نښه کړې او پر پوځي مرکزونو یې ډرون بریدونه وکړل چې له کبله یې جګړو څو اوونۍ اوږده شوه.
هغه مهال کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) او د بشري حقونو ګڼو سازمانونو له دواړو خواوو د نرمۍ او د جګړو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او سعودي عربستان، قطر، ترکیې، عربي متحده امارات او چین د منځګړیتوب هڅې وکړي، خو بې پایلې وې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرستې جورجیټ ګانیون هغه مهال وویل: « ملګري ملتونه د کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي. په داسې حال کې چې جګړه تر ډېره دامهال د کرښې شاوخوا متمرکزه ده، خو د جګړې دوام جدي ګواښونه رامنځته کولی شي. جګړه دا مهال ۱۴مې ورځې ته غځېدلې چې د افغانستان شپږ ولایتونو او اته ولسوالیو رانغاړي. موږ د جګړې له کبله د ملکیانو مرګژوبله، بیځایه کېدل او د بشري محدودیتونو په څېر اغېزې په جدي ډول څارو.»
په افغانستان کې د ۷.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکايي تجهیزاتو پاتې کېدل او د بګرام پوځي اډې مسئله هغه بله لانجمنه موضوع وه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې بیا بیا د بېرته ترلاسه کولو په تړاو څرګندونې درلودې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: « بګرام هوايي اډه یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې هغه ځای دی چې د چین له اټومي تأسیساتو سره یوساعت هوايي واټن لري. بګرام د نړۍ په کچه له غوره نظامي اډو ګڼل کېږي؛ داسې اډه چې د ځانګړي کانکرېټي جوړښت له امله هر ډول الوتکې پرې ناسته کولی شي؛ موږ دا اډه پرېښوده او اوس چین اشغال کړې ده.»
خو د دې خلاف اسلامي امارت دغه تجهیزات جنګي غنیمت او د افغانستان ملکیت بولي او وايي، د ملي حاکمیت د خوندیتوب په موخه ترې ساتنه کیږي او هېچا ته یې بېرته نه ورګرځوي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چین ته د بګرام هوايي اډې په تړاو هم د ټرمپ څرګندونې رد او د هغه شخصي نظر وباله.
مجاهد زیاته کړه: « دا چې د افغانستان له خاورې به امریکا ته ضرر نه پېښېږي، دا نه دی پېښ شوی.»
د همدې کال د جنورۍ په ۱۹مه د کابل لسمې ناحیه شهرنو سیمه کې داعش ډلې د چنایي مسلمانانو او افغانانو پر ګډ رسټورانټ د برید مسوولیت ومانه چې په کې شپږ افغانان او یو چینایی وګړی ووژل شو او د یوشمېر چنایانو په ګډون ۱۳نور ټپیان شول. امنیت شورا هغه مهال دغه برید وغانده.
د مې په ۲۷مه ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ چې د دې کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ترور کېدل، د روانې اګست په ۱۲مه د بدخشان په نُسی ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو او محلي قومندان جمعه خان فاتح ترمنځ سختې نښتې او پر وړاندې یې ځمکني او هوايي عملیات د دې کال نورې امنیتي پېښې وې.
له دې نښتو یو ورځ وروسته د اګست په ۱۳مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د دې ښار ښاروال حبیب الرحمن منصور هم په یوه چاودنه کې ژوند بایلود.
د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « یوازې د جګړې نه شتوالي او ډز بندۍ ته امنیت نه ویل کېږي بلکې امنیت خپل ځانګړی تعریف لري.»
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « روان کال د طالبانو د حکومت لپاره سخت او داسې کال و چې هم دوی او هم ښايي مخالفو لورو مرګ ژوبله لرلې وي. همدارنګه د هوايي بریدونو له امله ملکي تلفات هم زیات وو.»
له دې ټولو سره، نړیواله ټولنه که څه هم مني چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې ګواښ تر ډېره راټیټ شوی، خو ادعا لري چې لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.
په امنیتي برخه کې له د پام وړ پرمختګونو سربېره، لاهم له نړۍ سره په دې برخه کې ګڼې اندېښنې شته او وخت نا وخت یې له اوسني حکومته د هواري غوښتنه کوي.
دا داسې مهال ده چې یوناما دوه ورځې وړاندې د اګست په ۱۳مه په یوې خبرپاڼه کې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی و، خو د ثبات حد ته د رسېدو لپاره یې د پام وړ ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.