د اسلامي امارت زعیم، شیخ هبة الله اخندزاده، د زمري ۲۴ مې یا د اسلامي امارت د بیا ځل واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت پیغام کې د افغانانو پر یووالي او د چارواکو له خوا د عدالت پر پلي کولو ټينګار کړی.
هبة الله اخندزاده د حکومت په ټولو چارو کې د شریعت تنفیذ او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تطبیق، د اسلامي نظام د پایښت لپاره کلیدي مسایل یاد کړي او له ټولو حکومتي ادارو یې غوښتي چې د اسلامي اصولو پر بنسټ له خلکو سره چلن وکړي.
د اسلامي امارت رهبر ویلي: « که چېرې له خلکو سره عدالت وشي، حق حقدار ته وسپارل شي او له ظالم څخه د مظلوم حق واخستل شي، بیا به هېڅوک د دې نظام په مقابل کې ونه درېږی.»
د اسلامي امارت رهبر پر چارواکو او رعیت د شریعت تطبیق ته په اشارې ویلي، پر شریعت لومړی خپل ځان او بیا تاسې مکلف ګڼم او د هغو خلکو اطاعت او غوښتنو ته غاړه نه شم اېښودلی چې له شرعي اصولو سره خلاف وي.
د نوموړي په خبره، اسلامي امارت یوازینی نظام دی چې د افغانستان پر ټوله جغرافیه تر یو قیادت لاندې حکومت کوي.
شیخ هبة الله اخندزاده په دې اړه ویلي: « هغه څه چې تاسو ته یې وایم، اول یې زه په ځان کې راولم او بیا یې پر تاسو عملي کوم. زه هم د دې شریعت تابع او تاسو هم د خدای تعالی تابع یاست. که موږ دغه امن او سلامتیا ساتل غواړو، ټول به د الله په رسۍ لاسونه ټینګوو.»
د اسلامي امارت رهبر د فتحې ورځې نمانځنې لپاره ځانګړې شوې۵۰۰ میلیون افغانیو کې د سپما ټينګار کړی او له خپلو مسوولینو یې غوښتني چې په دې پیسو کې له اصراف ډډه وکړي.
هغه یو ځل بیا د اسلامي امارت له ټولو چارواکو غوښتي چې بې اطاعتي او خپلسري ونه کړي او هېواد له احتمالي بې ثباتیو وساتي او دغه راز اقتصادي برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه تقویه کړي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې: « د خپل آمر اطاعت کوئ او له بې اطاعتۍ او خود سرۍ ډډه وکړئ. که مو بې اطاعتي وکړه، په هغه ورځ به دا امن له منځه ځي او بیا به موازي حکومتونه پیدا کېږي.»
د اسلامي امارت رهبر خپل ټول فرمانونه پر دوه مسایلو، د الله (ج) ته عبادت او د خلکو سره ښه چلن کولو ته مشتمل بللي او زیاته کړې یې ده چې مسوولو چارواکو د اسد ۲۴ مه د خپلواکۍ ورځې په نوم وړاندیز کړې وه، خو په خبره یې، دا ورځ یې په یوم الفتح ونوموله.