Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/13

افغانستان کې د اسلامي امارت بیاځلي واکمني پنځم کال ته ننوځي، خو د افغانستان هوایي حریم لاهم د امریکا او ځينو ګاونډیو هېوادونو له خوا نقض کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د افغانستان فضايي حریم لا هم د امریکا او ګاونډ هېوادونو له خوا وخت ناوخت نقض کېږي.

هغه له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې ومنله چې د افغانستان فضا ته د امریکا الوتکې د ځینو ګاونډیو هېواونو له خاورې راننوځي او دا عمل د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «هو، لاهم د افغانستان هوايي حریم د امریکایانو له خوا نقض کېږي او دلته یې الوتکې ګرځي. په دې وروستیو کې زموږ حریم څو ځلې د پاکستان له خوا هم نقض شوی. موږ په دې اړه جدي اعتراض کړی او غواړو چې د نقض دا لړۍ ودرېږي. موږ دا خبره بار بار له دوی سره شریکه کړې، خو دوی انکار کوي چې دا الوتکې د دوی دي مګر موږ کره معلومات لرو چې د دوی کشفي الوتکې د افغانستان فضا ته داخلېږي او دا د اعتراض وړ ده.»

مجاهد د کوم هېواد له نوم اخستو پرته ټینګار کوي چې ځينو ګاونډیو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې هم خپلې پوځي اډې د امریکا په واک کې ورکړې وې او له هغه ځایه د افغانستان خاوره بمبارېده.

نوموړي له ګاونډ هېوادونو وغوښتل چې خپلې هوایي پوځي اډې د افغانستان په ضد ونه کاروي.

مجاهد په دې اړه وايي: « ټول پوهېږي چې افغانستان په تېرو شلو کالو کې د چا له خاورې بمبار شو. دوی له امریکایانو سره زمینه سازي او همکاري لري؛ په هر حال، موږ غواړو چې امریکایان باید دا کار ونه کړي او زموږ د حریم نقض ودروي. هر هېواد چې اجازه ورکوي امریکا زموږ هوايي حریم نقض کړي، دا سم کار نه کوي، دا له تجاوز او نقض سره مرسته ده او باید ونه شي.»

دا خبره داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلوولایتونو کې د امریکا بې ‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راګرځېدو راپورونه ورکړل شوي.

د پوځي چارو کارپوهان بیا له امریکا او د افغانستان له ګاونډ هېوادونوغواړي چې د کابل پر وړاندې خپلې پوځي پالیسۍ بدلې کړي.

پوځي کارپوه توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید په دې اړه ملګرو ملتونو او نړیوالو هېوادونو ته شکایت وکړي.»

ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې وړاندې وایي، اسلامي امارت د چین، ترکیې او سعودي عربستان په مذاکراتو کې  له پاکستاني لوري غوښتي و چې د پاکستان خاوره او فضا باید د افغانستان پر ضد ونه کاروله شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، پاکستان کې یوه ځانکړې کړۍ چې د نړیوالو قدرتونو له لوري یې ملاتړ کیږي، د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې
افغانستان

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ
افغانستان

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي
افغانستان

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026
مجاهد: پاکستان سره شته اختلافونه لا پر خپل ځای دي
افغانستان

مجاهد: پاکستان سره شته اختلافونه لا پر خپل ځای دي

اگست 13, 2026
زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
افغانستان

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026

وروستي خبرونه

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist