Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/13

پلازمېنه کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون سه شنبه د  کرنې او مالدارۍ وزارت په نوښت پيل شو او د اګست میاشتې تر ۱۷مې نېټې به ادامه ولري.

د کرنې په برخه کې د دې نړیوال نندارتون مسوولان وايي، په نندارتون کې یې سلګونه غرفې د افغاني کرنیزو محصولاتو لپاره اېښې او د نورو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ترڅنګ، د ملي پراختیا شرکت جوړ، شاوخوا ۷۰ ډوله کرنیز ماشینونه هم نندارې ته وړاندې شوي.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال وايي: « د نندارتون یوه برخه کرنې ته ځانګړې شوې. ملي پراختیا شرکت په خپلو تولیدي فابریکو کې ۷۰ ډوله کرنیز ماشینونه تولید کړي او عملا يې بازار ته وړاندې کړي. موږ په دې برخه کې د هېوادوالو رضایت هم ترلاسه کړی؛ ځکه دا ماشینونه هم ښه کیفیت لري او هم یې قېمت د بهرنیو ماشینونو په پرتله ټیټ دی.»

د کرنې او مالدارۍ نندارتون مسوول مجتبی وايي: « سلګونه غرفې فعالیت لري چې په کې انټرنېشنل غرفې هم شته او د هندوستان، ترکیې او ایران له هېوادونو پانګوالو په کې خپل محصولات نندارې ته اېښي.»

بهرني پانګوال هم په افغانستان کې د  کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور لپاره دا ډول نندارتونه ډېر مهم ګڼي او وايي، دا ډول نوښتونه کولی شي اقتصادي پرمختګونه رامنځته کړي.

یو تن ایراني پانګوال فرید وايي: « موږ هڅه خپل نوي محصولات نندارې ته وړاندې کړو، ترڅو موږ افغان کروندګر او مالداران ورسره وپېژني، ترڅنګ یې د دې هڅه هم کوو چې دا ټکنالوژۍ او تجربې افغانستان ته انتقال کړو؛ ځکه چې د ګاونډي افغانستان وده کولی شي د ایران پر ودې هم مخامخ اغېز ولري.»

یو بل بهرنی پانګوال نوید عظیمي وايي: « نن د نندارتون دویمه ورځ ده او موږ دلته ډېرې ښې تجربې ترلاسه کړې. زه هیله لرم دا نندارتون د همکاریو نوې دروازه جوړه شي، ترڅو وکولی شو راتلونکي کې نورې همکارۍ هم ولرو.»

بله خوا، هغه هېوادوال چې د دې نندارتون لیدنې ته راغلي، خوښي څرګندوي او زیاتوي چې دا ډول نندارتونونه د افغان کروندګرو او سوداګرو د ملاتړ لپاره حیاتي ارزښت لري.

د نندارتون ګډونوال زاهدالله وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې د همدې نندارتون په څېر په نورو برخو کې هم نندارتونونه جوړ کړي، ترڅو د افغانستان خلک له خپلو محصولاتو خبر شي. موږ د حکومت له دې اقدام ډېر خوښ یو.»

د نندارتون ګډونوال ریاض‌الله وايي: « دا لومړی ځل دی چې زه د افغانستان یوه داخلي نندارتون ته راغلی یم او له زړه ورته خوښ یم. زه په چین، مالېزیا او نورو هېوادونو کې هم نندارتونو ته تللی، خو کله چې د خپل هېواد نندارتون ګوم، خوښ یم چې ډېر په لوړ لېول کې دی. زه له خلکو غوښتنه کوم چې که څه ته اړتیا هم نه لري، نندارتون دې وګوري.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کرنې وزیر، غلام رضا نوري، کابل ته راغلی او د  خپل سفر موخه یې په همدې نندارتون کې ګډون بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې
افغانستان

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ
افغانستان

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
مجاهد: پاکستان سره شته اختلافونه لا پر خپل ځای دي
افغانستان

مجاهد: پاکستان سره شته اختلافونه لا پر خپل ځای دي

اگست 13, 2026
زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
افغانستان

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026

وروستي خبرونه

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist