Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوارزمي: د جګړې له پیله د پوځي رژیم ۳۵۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې،۴۰ پوستې یې نیول شوې

خوارزمي: د جګړې له پیله د پوځي رژیم ۳۵۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې،۴۰ پوستې یې نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/04

ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان له پوځي رژیم سره د جګړې جزئیات له خبریالانو سره شریک کړل.

د دې وزارت ویاند وویل، په ياده موده کې د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ ۲۵ ځله نښتې شوې چې په پایله کې یې له پاکستان لسګونه پوستې نیول شوې، ۴ عسکر یې وژل شوي او همدا راز یو بل عسکر یې ژوندی نیول شوی.

عنایت الله خوارزمي زیاتوي، د رد الظلم انتقامي عملیاتو پرمهال د پاکستاني ملېشو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم غنیمت نیول شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: « په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په مختلفو ساحو کې ۲۵ ځله نښتې شوې چې په کې تعرضي او دفاعي بریدونه شامل دي. په دې نښتو کې د دښمن ۱۳ پوستې د مجاهدینو په بریدونو کې ویجاړې او سقوط شوې دي. همدارنګه، د دښمن ۴ تنه هلاک شوي او ګڼ نور یې ژوبل شوي دي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند دغه راز وايي، له پاکستاني ملېشو سره د جګړې له پیل راهیسې د پوځي رژیم ۴۰ پوستې نیول شوې، له ۱۵۰ زیات عسکر یې وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د خوارزمي په خبره، د دې جګړې په لړ کې چې له پيل یې شپږ ورځې تېرېږي، ۲۸ افغان سرتېري شهیدان شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

عنایت‌الله خوارزمي په دې اړه وايي: « د رد الظلم انتقامي عملیاتو له پیل راهیسې، د دښمن شاوخوا ۴۰ پوستې فتح شوې او له ۱۵۰ ډېر عسکر یې هلاک شوي دي. دا ارقام نه مبالغه ده او نه افراط بلکې واقعي شمېرې دي. همدارنګه زموږ د معلوماتو له مخې د دښمن له ۲۰۰ تنو ډېر عسکر ژوبل شوي، خو ښايي شمېر یې له دې هم ډېر وي. د جګړې له پیل راهیسې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو ټول تلفات ۲۸ تنه شهیدان او ۴۲ تنه ټپیان دي.»

اسلامي امارت وايي، په ډیورنډ فرضي کرښې پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو وروسته، د پوځي رژيم عسکرو پر عامو افغانانو هوايي او راکېټي بریدونه کړي چې له امله یې له ۱۰۰ زیات عام افغانان چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او همدا راز د ښځو او ماشومانو په ګډون، له ۱۲۰ زیات یې ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال وياند حمدالله فطرت وايي: « د پوځي رژیم په هوايي بریدونو او هاوانونو کې په ننګرهار، کونړ، پکتیکا، خوست، پکتیا او کندهار ولایتونو کې تر اوسه زموږ ۱۱۰ تنه ملکي او عام هېوادوال چې تر ۶۵ زیات یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسېدلي او ۱۲۳ تنه نور چې غوڅ اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، ژوبل شوي هم دي.»

د حکومت مرستیال ویاند دغه راز وايي، د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې جنایتونه کړي او د بشري حقونو نړیوالې ادارې او همدا راز ملګري ملتونه باید دغه جنګي جنایتونه وغندي او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي.

حمدالله فطرت زیاتوي، افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري.

داسلامي امارت مرستیال ویاند وايي: « اسلامي امارت د پوځي رژیم دا یرغل او پر ملکي وګړو بریدونه په کلکو ټکو غندي، جنایت یې بولي او په دې اړه د نړیوالو بشري حقونو اړوند ادارې، د ملګرو ملتونو سازمان او نورو اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي چې د دغو بریدونو او ملکي تلفاتو غندنه وکړي، د مخنیوي لپاره یې له افغان مظلوم ولس سره ودرېږي او د پاکستاني نظامیانو دغه بې باکانه او متجاوز عمل ودروي. د افغانستان اسلامي امارت دفاعي او امنیتي ځواکونه د خپل حریم او خلکو څخه د ساتنې د دفاع مشروع حق لري.»

له دې ټولو سره، د اسلامي امارت ویاند ویلي، افغانستان د جګړې پلوي او غوښتنه نه کوي بلکې جګړه د پاکستاني لوري له خوا تپل شوې او ترڅنګ يې یو ځل بیا ټولو هېوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته امنیتي ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist