Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

اسلامي امارت د پاکستان او تاجیکستان اندېښنې بېځایه وبللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/08

د اسلامي امارت ویاند د پاکستان او تاجیکستان له خوا په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو موجودیت په اړه شوې ادعا پروپاګند او د هغې لړۍ دوام وباله چې د امریکايي اشغال له کلونو راهیسې کیږي.

ذبیح الله مجاهد وايي، که څه هم تر اوسه هېچا دا ثابته کړې نه ده چې په افغانستان کې دې کومه بهرنۍ وسله واله ډله مېشت وي، خو داسې ادعاوې تر ډېره د سیمې د بې ثباته ښودلو لپاره کېږي چې په خبره یې، هسې تورونه دي او هېچاته ګټه نه رسوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: « موږ دا ډول اندېښنې بېځایه بولو. متأسفانه دا پروپاګند د امریکا د اشغال له وخته یادېږي او ویل کېږي چې په افغانستان کې ۲۰ یا ۲۵ وسله والې ډلې فعالیت لري، خو دا یوه هم ثابته شوې نه ده او نه یې څوک ثابتولی شي. دا ادعاوې مناسبې نه دي بلکې د نا امنۍ او د سیمې بې ثباته ښودلو لپاره یوه هڅه ده چې موږ یې پروپاګند بولو. هېڅ جهت باید دا ډول پروپاګند ونه کړي او د چا په ګټه هم نه دی.»

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د پاکستان او تاجیکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای  همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو په مهال په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دوی وویل، د دې ډلو موجودیت د سیمې امینت ته یو جدي ګواښ دی، خو  مجاهد بیا دا بې دلیله ادعاوې بولي او وايي، دا ډول څرګندونې او ادعاوې د سیمې نا امنه ښودلو لپاره مطرح کېږي.

د اسلامی امارت ویاند وړاندې وايي، اسلامي امارت په دې اړه ځانګړی دریځ لري او په خپل هېواد کې هېڅ یوې بهرنۍ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د هغه په خبره، د افغانستان امنیتي ځواکونه په ټول هېواد واکمن دي او هېڅوک داسې څه فعالیت نه شي کولی.

ذبیح الله مجاهد دغه راز په خپلو خبرو کې وايي چې اسلامي امارت په دې اړه ځانګړې سټراټیژي لري او له مخې یې اجازه نه ورکول کېږي چې څوک د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: « افغانستان له دغو هېوادونو سره نږدې کار کړی، ډاډ یې ورکړی او بیا هم وايو چې اجازه نه ورکوو زموږ خاوره د بل چا په ضد وکارول شي. اسلامي امارت په دې اړه ډېر واضېح موقف لري او هېڅ پردۍ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. زموږ امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد کنټرول لري او هېڅوک دا ډول فعالیت کولی نه شي. بله دا ده چې اسلامي امارت همدا سټراټيژي لري چې د بل چا پر وړاندې د افغانستان خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.»

دا کابو پنځم کال دی چې اسلامي امارت په هېواد واکمن دی او په دې پنځو کلونو کې په څو ځله دا ډول ادعاوې شوې او رد شوې دي.

په پرله پسې توګه  د دې ډول ادعاوو مطرح کېدل یوه اساسي پوښتنه را پورته کوی او هغه دا چې د اسلامي امارت له ډاډ سربېره، ولې ځینې هېوادونه بیا بیا دا اندیښنه څرګندوي؟

د چارو یو شمېر شنونکي د دې ادعاوو ترشا دپاکستان لاس بولي او وایي، اسلام اباد د دې مسلې په مطرح کولو سره غواړي په افغانستان او سیمه کې ځینې اهداف ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاوش وايي: « افغانستان کې دا مهال حاکمیت دی، دولت دی او له ۵۰ کالو وروسته امنیت ټینګ شوی. زموږ حکومت پر ټوله خاوره واکمن دی او د پاکستان تېري ته یې هم غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل. زه فکر کوم دا مهال د افغانستان په ضد لویه دسیسه روانه ده او پاکستان یې همغږي پر غاړه لري.»

  اسلام اباد له ډېر پخوا راهیسې په نړیوالو سټېجونو کې د اسلامي امارت له نه موجودیت څخه په ګټنې هڅه کړې چې د افغانستان په اړه ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړي او د کابل پر وړاندې خپل دریځ په یو نه یو ډول سم ثابت کړي.

خو اسلامي امارت هم تر ډېره هڅه کړې چې دغو  ادعاوو ته ځواب ووايي او همدا لامل دی چې د ملګرو ملتونو په ګډون یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان استازیتوب د اسلامي امارت په واک کې ورکړي.

دا چې نړیواله ټولنه به کله د اسلامي امارت دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي، اوس یې په اړه څه ویل ګران ښکاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول
افغانستان

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي
افغانستان

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی
افغانستان

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي
افغانستان

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی
افغانستان

هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی

جون 7, 2026

وروستي خبرونه

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist