Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کام ایر هوايي شرکت له خوست دوبۍ ته الوتنې پيل کړې

کام ایر هوايي شرکت له خوست دوبۍ ته الوتنې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/03

له اوږد ځنډ وروسته، د خوست له نړيوال هوايي ډګره د کام ایر هوايي شرکت د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر ۱۳ مه) متحده عرب اماراتو ته مستقيمې الوتنې پيل کړې.

کام اير هوايي شرکت له خوست د متحده عرب اماراتو دوبۍ ښار ته په خپله لومړۍ الوتنه کې ۱۰۳ تنه مسافر انتقال کړل.

ټاکل شوې ده چې دغه  شرکت به په اوونۍ کې دوې الوتنې له کابل – خوست او له خوست – دوبۍ ته ترسره کړي.

مسافر که څه هم د يادو الوتنو د پيل له امله خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دغه الوتنې بايد دوامداره وي او یوازې نمايشي بڼه ونه لري.

مسافر فرید الله وايي:« زه ډېر د خوشالۍ احساس کوم، ځکه چې له خوست زما لومړی پرواز دوبۍ ته دی. کله موږ چې له دې ځایه کابل ته تللو، نو درې یا څلور ساعته مزل وه، هغه اوس لنډ شوی دی.»  

په ورته کې سوداګر د خوست او دوبۍ ترمنځ د اريانا او کام اير هوايي شرکتونو د الوتنو پيل له اقتصادي پلوه موثر ګڼي او په خبره يې، د مسافرو د لېږد ترڅنګ به د دې الوتنو په وسيله وکولی شي، د لويې پکتيا جلغوزی هم نړيوالو بازارونو ته په اسانۍ وړاندې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:« موږ به نه یوازې په دې کار وکړو چې له دې ځایه مسافر ولاړ شي او مسافر راشي، بلکې موږ به د کارګو په اړه، د اقتصاد او له دې ځایه د کارګو، ځېنې مېوو، په ځانګړي ډول د جلغوزیو انتقال په اړه موږ له هوايي شرکتونو سره خبرې کړي. موږ د کال له خوست څخه له ۱۵ تر ۲۰ زرو ټنو پورې جلغوزي بهر ته انتقال کوو. خوشبختانه چې د دې امکانات برابر شوي. اوس تاسو ګورئ چې هغه امکانات چې د خوست په هوايي میدان کې دي، په ډېرو نورو میدانونو کې نشته دي.»  

له هغې وروسته، چې د خوست نړیوال هوایی ډګر د سرپرست حکومت لخوا په نړيوال ملکي هوايي ډګر بدل شوی دا په همدې کال کې دویم هوایي شرکت دی، چې له دې هوايي ډګر خپلې الوتنې متحده عرب اماراتو ته پیل کوي.

مسوولین وایي، هڅه یې دا ده ،څو دلته د مسافرو لپاره ټولې هغه اسانتياوې برابرې کړي، چې ورته اړتيا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول
افغانستان

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي
افغانستان

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی
افغانستان

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي
افغانستان

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د پاکستان او تاجیکستان اندېښنې بېځایه وبللې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist