Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/08

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالسۍ مشرې د افغانستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو لپاره نوي سفیران او اووه نورو هېوادونو لپاره د دې ټولنې مرستیال پلاوي وټاکل.

په دې اړه د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې دې ټولنې د « ویرونیکا بسکوویچ پوهار» پر ځای « نیوکولا بېلومو» افغانستان لپاره د خپل نوي لنډمهالي استازي په توګه ګمارلی.

د اعلامیې له مخې، د بېلومو په ګډون به تازه ګمارل شوي استازي د اړونده هېوادونو له رسمي هوکړې او د اړینو اداري پروسیجرونو له بشپړېدو وروسته رسمي دندې پیل کړي.

اروپايي ټولنې ویلي: « نیوکولا بېلومو افغانستان لپاره د نوي شارژدافیر په توګه نومول شوی. نوموړی دا مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې د نورو دندو ترڅنګ په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.»

نوموړی په افغانستان کې د چارو سمبالوونکي یا شارژدافیر په توګه ټاکل کېږي او د دایمي استازي تر ټاکل کېدو پورې به په لنډمهاله توګه په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشري پر مخ وړي.

نیکولا بېلومو په نیویارک پوهنتون نړیوالې اړیکې لوستي او په ملګرو ملتونو، افریقايي ټولنې او مصر کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرۍ ترڅنګ یې په روانډا او اِسواتیني هېوادونو کې د دې اتحادیې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « هغه هېوادونه چې د ایروایشیا په سیاست کې سره راټولېږي، باید یو ګډ پلټفارم رامنځته کړي. افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره یوه مهمه نقطه ده او له همدې امله دوی غواړي موږ سره اړیکې جوړې کړي او موږ هم دې ډول اړیکو ته هرکلی وایو.»   

اروپايي ټولنې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې احتیاطي او مشروطه پالیسي غوره کړې. په دې موده کې یې خپلې اړیکې په لنډمهاله ډول مخ ته وړي او د مخ ته وړلو لپاره یې د سفیر پرځای، شارژدافیر ټاکلی.

دغې اتحادیې که څه هم په تېره نږدې پنځه کلنه موده کې له افغانستان سره بشري مرستې جاري ساتلې دي، خو د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په څېر یې د بشري حقونو تامین او د ټولشموله حکومت رامنځته کېدل د اړیکو د عادي سازۍ ترمخ د شرط په توګه اېښي.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت تمه دا ده چې اروپايي ټولنه د نوي سفیر په ګومارلو سره وکولی شي له اسلامي امارت سره د سیاسي خبرو اترو نوي مسیرونه پرانیزي، اتحادیه کې د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته وسپاري، د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي، پر برحاله چارواکو بندیزونه لرې کړي او د افغانستان د خلکو په واک کې لا ډېرې مرستې ورکړي.»     

د دې ترڅنګ، اروپايي ټولنې له اسلامي امارت غوښتي چې خپل نړیوال مکلفیتونه اداء کړي او هغه اندېښنې رفع کړي چې په وینا یې نړیواله ټولنه يې دا مهال د افغانستان په تړاو لري او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مخه یې ډپ کړې ده.

خو د دې پر خلاف، اوسني حکومت نړیواله ټولنه په دې تورنوي چې ګواکي د اړیکو ټینګښت په برخه کې سلیقوي چلن کوي او ځمکني واقعیتونه له پامه غورځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist