Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/08

ټاکل شوې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان روان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت اروزولو په موخه غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به د درېیو وروستیو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وشي.

د ملګرو ملتو امنیت شورا ویلي، دا غونډه به علني وي او بیا به د غړو هېوادونو استازي په خپلو کې سلا مشورې وکړي.

که څه هم اسلامي امارت د امنیت شورا ناستې په تړاو څه نه‌وایي، خو د چارو څارونکي بیا د ملګري ملتونو امنیت شورا ناستې د‎ افغانستان اړوند مهمې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د افغانستان اړیکې د یوناما له لارې تأمینېږي او په هرو درېیو میاشتو کې ملګرو ملتونو ته راپور ورکوي او پر همدې بنسټ ملګري ملتونو خپلې بشري مرستې افغانستان ته رسوي.»

د امنیت شورا په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي(یوناما) سرپرسته جورجیټ ګانیون د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) استازی ادم ووسورنو او د مدني ټولنې یو استازی د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان اوسني وضعيت په اړه معلومات ورکړي.

اسلامي امارت د امنیت شورا د تېرو غونډو د پرېکړو په اړه بیا بیا ویلي چې د افغانستان وضعیت یې د شته واقعیتونو پر بنسټ نه دی ارزولی.

د سیاسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي: « باید پر تفاهم او همکارۍ خبرې وکړل شي. په ځانګړې توګه د امنیت پر ټینګېدو خبرې وشي. دا څلوېشت میلیونه نفوس د حکومت د رسمیت نه لرلو له امله ستونزو سره مخ دي، د دې پر حل لارو باید خبرې وشي، ترڅو افغانستان هم په سیاسي برخه کې ګامونه پورته کړي.»

تر دې غونډو نږدې یوه اوونۍ وروسته به د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د غځولو لپاره هم په امنيت شورا کې غونډه جوړه شي.

د راپورونو له مخې، د جون پر ۱۶ نېټه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه هم پرکړه وکړي. که څه هم اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ماموریت غځولو ناستې په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د چارو څارونکي یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره مهمه بولي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « دا چې نړۍ اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، افغانستان په دې حالت کې اړتیا لري او یوناما هغه کړکۍ ده چې له نړۍ سره اړیکې جوړوي. اوس یوازې له همدې لارې کېدای شي چې د افغانستان ستونزې تر نړۍ ورسول شي.»

د چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې ډېپلوماټیک سټېج نه لري، نو یوازینی اداره چې د افغانانو غږ تر ملګرو ملتونو رسوي، یوناما ده. یوناما تل له خیریه او مرستندویه ټولنو سره د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې کوي.»

د یوناما ماموریت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړه لیک له مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه رامنځته شوی.

امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د بحث لپاره لږ تر لږه هر درې میاشتې وروسته یو ځل غونډه کوي او په کال کې یو ځل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت ته بیا کتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist